Language

حکومت د طالبانو ۱۵۰ نور بندیان خوشي کړل

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۹۹): د افغانستان ملي امنیت شورا وایي چې ۱۵۰ نور طالب بندیان چې حکومت ته د طالبانو سپارل شوي لېست کې یې نومونه نشته، خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن ولسمشر د اختر په پیغام کې په ارګ کې وویل چې د اختر تر څلورمې به ۵۰۰ طالب بندیان چې حکومت ته د طالبانو له خوا په سپارل شوي لېست کې یې نومونه نشته، خوشي شي.

ولسمشر غني زیاته کړه چې دغه فرمان یې د طالبانو له خوا د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند لپاره د نېک نیت په موخه صادر کړی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پژواک ته وویل چې له یادو ۵۰۰ زندانیانو چې ولسمشر یې د خوشي کولو ژمنه کړې ده، ۱۵۰ یې خوشي شول.

هغه په دې اړه چې یاد بندیان د هېواد له کومو زندانونو خوشي شوي معلومات ور نه کړل خو ویې ویل: "دغه بندیان له بېلابېلو ولایتونو ازادېږي."

هغه وایي چې د دغو کسانو په خوشي کېدو سره د طالبانو د ازاد شوو بندیانو شمېر ۴۷۵۰ کسانو ته ورسېد او د بندیانو ازادېدل به تر ۵۱۰۰ کسانو دوام ولري.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې تاکل شوې وه ۵۰۰۰ طالب زندانیان او زر د حکومت اړوند بندیان د کب تر شلمې او تر بین الافغاني خبرو مخکې ازاد شي، خو د دغو بندیان خوشي کېدنه وځنډېده او حکومت وویل چې دغه کار وخت ته اړتیا لري.

طالبانو د وري په ۱۸مه چې حکومت د بندیانو خوشي کول په بېلابېلو پلمو ځنډوي او په کابل کې د دوی تخنیکي ټېم نور له مقابل جانب سره په بې نتیجه ناستو کې ګډون نه کوي.

login or register a new account.