Language

لویه مشورتي جرګه د زمري په ۱۷مه جوړیږي

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۹۹) :  دولتي سرچینې وایی چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو لویه مشورتي جرګه د راتلونکې جمعې په ورځ د زمري په ۱۷مه، جوړیږي.

ولسمشر اشرف غني وړمه ورځ داختر تر لمانځه وروسته پخپله وینا کې اعلان کړی و، چې د پاتې ۴۰۰ خطرناکو طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو به لویه مشورتي جرګه جوړوي، خو کره نیټه یې نه وه اعلان کړې.

 ملي تلویزیون نن د زمري په ۱۲مه، خبر ورکړی چې دا لویه مشورتي جرګه به د راتلونکې جمعې په ورځ د زمري په ۱۷مه جوړیږي، چې له درېیو څخه تر پنځو ورخو به دوام کوي.

بلخوا یوې لوړ پوړي دولتي سرچینې پژواک اژانس ته وویل چې په دې مشورتي جرګه به دتیرې سولې مشورتي جرګه هماغه ګډونوال ګډون کويږ

سرچینې زیاته کړه چې د ټولو ۳۴ ولایتونو ولایانو ته سپارښتنه شوې چې تر نن شپې ۱۱ بجو پورې دتیرې سولې مشورتي جرګې د ګډونوالو لیست له مرکز سره شریک کړي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د امریکا دسفارت مرستیالې کارن ډیکر سره د کیدونګې مشورتي جرګې په اړه د ویډیو له لارې خبرې کړې دي.

دسرور دانش له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، سرور دانش په دې اړیکه کې د تیرې سولې مشورتي جرګې لاسته راوړنې مثبتې وبللې او په ډاګه یې کړه چې حکومت غواړي یو ځل بیا د مهمو موضوعاتو په اړه ولس ته مراجعه وکړي.

هغه زیاته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به لویه مشورتي جرګه به جوړه شي چې پکې به د ولایتي شورا غړي، د خلکو استازيو د ملي مصالحي شورا او نورو بنسټونو غړي پکې ګډون کږي.

سرور دانش ویلي چې په دې لویه جرګه کې به د طالبانو د بندیانو پر خوشې کولو، اوربند، بین الافغاني مذاکراتو او یو شمیر نورو موضوعاتو بحثونه کیږي.