Language

د ١٩٧ دولتي چارواکو او وکيلانو معاشونه او امتيازات وځنډول شول

کابل  (پژواک، ١٤ زمرى ٩٩) : د حکومت د چارو اداره وايي چې د خپلو شتمنيو د نه ثبتولو له امله د ١٩٧ لوړ پوړو دولتي چارواکو او وکيلانو معاشونه او امتيازات وځنډول شول.

د چارو ادارې د شتمنيو د ثبت دبرخې مسوول عبدالودود بشريار د زمري په ١٤مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې په دې کسانو کې دوه برحاله وزيران، ١٧٢ د ولسي جرګې وکيلان ، ١٢ د مشرانو جرګې غړي، څلور واليان، شپږ مرستيالان شامل دي.

هغه زياته کړه چې د اعلان سره سره دوى د ټاکلې نيټې پورې خپلې شتمنۍ نه وې ثبت کړې او د زمري له ١٦مه به يې ټول امتيازات او معاشونه وځنډول شي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړي سکرتريت په استازيتوب احمد جواد دادبان وويل چې په تيرو دوو کلونو کې د شتمنيو دثبت په برخه کې مثبت پرمختګونه شوي دي او ډيرو چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړې دي.

هغه زياته کړه چې د دولتي کارکوونکو او چارواکو د شتمنو د ثبت مقرره جوړه شوې او ډېر ژر به د تصويب لپاره واستول شي.

نوموړي د شتمنيو ثبتول د ښې حکومتولـۍ او فساد سره د مبارزې لپاره ښه ګام وباله.

login or register a new account.