کندهار (پژواک، ۱۴ زمری ۹۹): د چمن- سپین بولدک لار نن )د زمري ۱۴مه( د یوې ورځې لپاره پرانیستل شوه او د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې د بند پاتې وګړو تګ راتګ پيل شوی دی.
د کندهار د سپین بولدک د کمېسارۍ مسوول محمد شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان او پاکستاي لوري د کمېسارانو ترمنځ له خبرو وروسته پرېکړه شوې چې دغه لار به یوازې نن د خلکو پر مخ پرانیستې وي.
هغه زیاته کړه، دمګړۍ پر دې لار د هغو زرګونو خلکو تګ راتګ پیل شوی چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي.
د ده د معلوماتو له مخې، د پاسپورټ او ویزې ترڅنګ افغان وګړي د تذکرې او پاکستاني وګړي د شناخت کارډ په لرلو تګ راتګ کولای شي.
خو ده یادونه وکړه چې لار یوازې نن پرانیستې ده او د سبا لپاره دې خلک د تګ راتګ هڅه نه کوي.
ده خبر ورکړ چې د دواړو لورو د پرېکړې له مخې به راتلونکې اوونۍ د درېیو ورځو لپاره پرانیستې وي چې نېټې به یې د دوی له خوا اعلان شي.
د یادونې ده چې پاکستاني لوري له اختر یوه ورځ وړاندې ژمنه کړې وه چې د چمن- سپین بولدک لار به د دوو ورځو لپاره د خلکو پرمخ پرانیزي، څو دواړو غاړو ته بند خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.
په لومړۍ ورځ لار د پنځو ساعتونو لپاره پرانیستل شوه خو پاکستانی لوری د دویمې ورځې لپاره په خپله ژمنه و نه درېد او لاره یې بنده وساتله.
په داسې حال کې چې دواړو غاړو ته په زرګونو خلکو چې ماشومانو او ښځې هم ورسره وې، له بېلابېلو ښارونو ځانونه را رسولي وو او په تونده ګرمي کې د لارې د خلاصون په تمه وو.
وروسته د کرښې په هغې غاړې چمن کې د لارې د خلاصون په موخه د پیل شوي پرلت برخه وال مجبور شول چې له ولسي زور څخه په کار اخیستو د خلکو پرمخ لار پرانیزي چې د پاکستاني سرتېرو له تاوتریخوالي سره مخ شول او وروسته یې پر افغان ځواکونو او د استوګنې پر سیمو هم بریدونه پیل کړل.
په دغو بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۱۵ ملکي وګړي شهیدان او ۸۰ تنه نور ټپيان شول او دغه راز د خلکو کورونو او نورو ودانیو ته مالي زیانونه هم واوښتل.
په ورته توګه د پاکستاني سرتېرو په تاوتریخوالي او بریدونو کې هغې غاړې ته هم ۵ ملکي وګړي شهیدان او تر ۲۰ ډېر ټپيان شول.
login or register a new account.