Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: غزني کې ١٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني ښار (پژواک، ١٦ زمرى ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې د غزني په مرکز او ګيلان ولسوالۍ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ګېلان ولسوالۍ په چرلي سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر اکملاتي کاروان بريد کړى دى.

ده وويل، په ياده سيمه کې جګړه رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

جمعه زياتوي چې پرون مازيګر د مرکز اړوند دارزو په سيمه کې هم جګړه شوې چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

دغه راز د ٢٠٣ تندر قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن ايمل خان مومند هم ياده جګړه او مرګ ژوبله تاييدوي.

دى وايي چې د جګړې پرمهال د وسله والو طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د نوموړي په وينا، په دغه جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.