کابل(پژواک، ۲۱ زمرى ۹۹): د کابل یوشمېر اوسېدونکي د ودونو په هوټلونو کې د وقایوي سپارښتنو د نه رعایتولو له امله نیوکه کوي او وایي چې که روغتیاتي سپارښتنو ته پام ونه شي، هېوادوال به د کرونا ویروس د دویم موج د خپراوي شاهدان وي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د خپراوي د مخنیوي په موخه حکومت په کابل ښار کې د وري په نهمه په تګ او راتګ محدودیت وضع کړ، یوشمېر دولتي او غیردولتي ادارې، د زده کړو مرکزونه يې وتړل او د هوټلونو او رسټورانټونو فعالیتونه یې هم بند کړل.
خو په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له کموالي سره، شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې هوټلونو، رسټورانټونو، تفریحي پارکونو، د اب بازۍ حوضونو او ... ته د روغتیایي سپارښتونو د عملي کولو په شرط دویم ځلي د فغالیت اجازوه ورکړل شوه.
د کابل یو اسېدونکی کاظم د ودونو د هوټلونو له خوا د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو په نه رعایتولو نیوکه کوي او وایي چې د هوټلونو خاوندان د خپلو جیبونو په فکر کې وي او د خلکو روغتیا ته لږ پام هم نه کېږي.
هغه زیاته کړه:«که روغتیایي سپارښتنې رعایت نه شي او د ودونو هوټلونه په همدې ډول خپلو کارونه ته دوام ورکړي، د کرونا ویروس د دویم او له لومړي ځل نه د خطرناکه موج شاهدان به واوسو.»
د کابل یو اوسېدونکی چې تېره شپه یې د یوه ملګري له خوا په کابل ښار کې یوه هوټل ته بلل شوی و، وویل چې یوه سرپټي تالار ته نږې زر کسان مېلمان راغلي وو چې د سالون د ګرمې هوا او هواکش د نه شتون له امله، مېلمونو په سختۍ ساه اخیستله.
نوموړي د ټولنیزې فاصلې، د مېلمنو له خوا د ماسک او دستکشو څخه د ګټې اخیستنې نه رعایتولو ته په اندېښنې، زیاته کړه:«د ډېر خپګان ځای دا دی چې د هوټل ګارسونان او نور کارکوونکي چې پر مېز یې د غذا د سروېس مسوولیت پرغاړه درلود، پرلاسونو دستکش او پرمخ یې ماسکونه نه وو او هېڅ ډول روغتیایي سپارښتنې یې نه رعایتولې.»
د کابل اوسېدونکو له مسوولینو وغوښتل څو د کابل ښار د ودونو په هوټلونو، رسټورانټونو او نورو ځايونو کې د وقایوي سپارښتنو له څرنګوالي څارنه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د پیسو لاسته راوړلو لپاره څو کسان د خلکو ژوند په خطر کې واچوي.
په کابل کې د ودونو د هوټلونو د اتحادیې رییس نادر قرغه یي پژواک ته وویل چې د هوټلونو او رسټورانټونو خاوندان د دویم ځلي فعالیت له امله ژمنه کړې ده چې روغتیایي لارښوونې به مراعاتوي.
هغه د ټولنیزې فاصلې رعایتول، د کار په وخت کې له ماسک او له دستکشو ګټه اخیستل او د پخلنځي د پاکوالي رعایتول، د هوټل پر دروازه د مکروب ضد مایع کارول او ... له سپارښتونو یادې کړې او زیاته یې کړه چې یاد موارد د بېړنۍ کمېټې سره کرښه ده او باید عملي شي.
هغه وویل:«هغه هوټلونه چې ژمنې او روغتیایي سپارښتنې مراعات نه کړي، قانوني او جدي چلند به ورسره کېږي.»
بلخوا د کابل د والي ویاند ناصر مهري وایي چې د بېړنۍ څارونکې کمېټې پلاوی چې د عامه پوهاي، روغتیایي او امنیتي کمېټو له غړو، د عامې روغتیا وزارت د استازو او ګذر له وکیلانو څخه تشکیل شوی، هره ورځ په هوټلونو او رسټورانټونو کې د وقایوي سپارښتنو له څرنګوالي څخه څارنه کوي.
login or register a new account.