کابل (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٩) : د ملي امنيت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنيتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې د چسپکي ماينونو پرمخنيوي بحث شوى دى.
د ملي امنيت شورا له خوا د زمري په ٢٢مه، پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په دې ناسته کې د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت او راتلونکو اقداماتو باندې بحث وشو.
سرچينې زياته کړې، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په دې ناسته کې د امنیتي سکتور رهبري وستایله، چې د ښې همغږۍ او متداوم کار په پایله کې یې د مشورتي لويې جرګې لپاره ښه امنیتي تدابیر نیولي وو.
هغه په دومره لنډه موده کې، د دا ډول همغږۍ فعالیت د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړوالي او پر ځان بساینې یو ښه مثال وګاڼه او هغوی ته یې په راتلونکې کې د ورته بریاوو هیله وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په نننۍ ناسته کې د لارو د امنیت د ساتنې او د چسپکي ماینونو په وسيله د ترهګريزو بریدونو پر مخنیوي او کنټرول هم خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې د امنيتي سرچينو د راپورونو له مخې، په تېره يوه مياشت کې يواځې په کابل کې د چسپکي ماينونو ٣٧ چاودنې شوې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دې چاودنو کې د پوځیانو او ملکیانو په ګډون ٢٩ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ٩ تنه مړه شوي او ٢٠ ټپیان شوي دي.
login or register a new account.