کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩) : د چارو اداره وايي چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام د فرمان په اساس د ښځو عالي شورا جوړېږي.
د يادې ادارې له خوا د زمري په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د اساسي قانون د څلورشپیتمې مادې له حکمونو سره سم، د ښځو عالي شورا د جوړېدو فرمان صادر کړ.
سرچينې زياته کړې، دغه شورا، چې د ښځو ځواکمنېدل، د ښځو د حقونو د تامین او پراختیا په اړه د کورنیو او نړیوالو شریکانو ترمنځ همغږي، پالېسي جوړونه، د ښځو د حقونو په تړاو د نړیوالو تعهداتو تعقیب او تطبیق او د چارو ارزونه یې اساسي موخې دي، مشري به یې د فرمان پربنسټ ولسمشر غني کوي.
په خبرپانه کې راغلي، په فرمان کې د ښځو عالي شورا د دارالانشاء مسوولیت د ښځو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته سپارل شوی.
د فرمان په اساس د ولایتونو د ښځینه مرستیالانو، د ښځینه حقونو مدافعینو او مدني ټولنو په ګډون د شپږ ویشتو دولتي او نادولتي ارګانونو استازي به د ښځو د عالي شورا غړیتوب ولري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن