Language

د کندوز والي: د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وظيفوي غفلت ډېر دى

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د کندوز والي وايي چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى، امنيتي ارګانونه بايد د امنيت د ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د کندوز والي عبدالستار ميرزکوال د دغه ولايت له يو شمېر مشرانو سره د لېدلو پرمهال وويل، په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ځکه ښه نه دى چې امنيتي ارګانونه يې په ژور خوب ويده دي.

هغه وايي: ((اوس ددې وخت را رسېدلى چې دغه ځواکونه له خوبه ويښ شي او حرکت پيل کړي.))

د ميرزکوال په اند، په دغه ولايت کې هر سرتېرى چې وژل کيږي په دې معنى ده چې وظيفوي غفلت شوى او له سرتېري نه سمه ګټه نه ده اخيستل شوې.

نوموړي د کندوز له خلکو غوښتنه وکړه چې له خپلو امنيتي اورګانونو سره همکاري وکړي، ترڅو په نږدې راتلوونکي کې په امنيتي وضعيت کې د پام وړ بدلون شاهدان و اوسي.

خو په کندوز کې مدني فعال شهباز صابري بيا وايي چې والي ددغه ډول څرګندونې پرځاى بايد د امنيت د ټينګښت او نورو برخو د پراختيا لپاره جدي کار وکړي.

هغه وايي: ((موږ ته تل چارواکي غوړې وعدې راکوي، دا کار دې نه کوي هرڅه دې په عمل کې ثابت کړي.))

بل لورته د کندوز امنيتي مسوولينو د دغه ولايت د والي د څرګندونو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د يادونې ده چې عبدالستار ميرزکووال شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کندوز د والي په توګه دنده پيل کړه.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.