Language

کندوز کې څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې په کندوز ښار کې د طالبانو د بريد له امله دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د زمري په ٢٣ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال وسله والو طالبانو غوښتل چې د کندوز ښار په چرخ اب سيمه کې د کندوز-تخار لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړي، خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو طالبانو ته تلفات اوښتي دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې د څلورمې امنيتي حوزې دوه سرتېري الياس او حسن وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.