کندهار (پژواک، ۲۵ زمری ۹۹): د کرونا وبا له امله له شپږ میاشتني ځنډ وروسته نن (د زمري ۲۵مه) په کندهار کې په داسې حال کې د ماشومانو د ګوزڼ/ پولیو واکسین کمپاین پیل شو چې تازه د دې ناروغۍ ۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
بلخوا د وسله والو طالبانو له خوا په ځینو ولسوالیو کې د محدودیتونو لګولو له امله له تېرو ۲۷ میاشتو راهیسې د سوېل زون یو میلیون ماشومان د پولیو واکسین له کور په کور کمپاین څخه بې برخې دي.
په سوېل کې د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې له اوږده ځنډ وروسته داسې مهال د پولیو واکسیناسیون کمپاین پیلوي چې د دې ناروغۍ ۳ تازه پېښې ثبت شوي دي.
د پولیو واکسین کمپاین د کرونا وبا له امله د ۶ میاشتو لپاره درېدلی و.
هغه زیاته کړه، دغه کمپاین د کندهار له پنجوايي او ډنډ ولسواليو پیلوي چېرې چې د پولیو تازه پېښې ثبت شوي چې په ترڅ کې به یې د دغو ولسوالیو شاوخوا ۸۳ زره تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان واکسین کړای شي.
دی وايي، په دې سره په روان کال کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۲۶ ته ورسېد چې ۱۲ په هلمند، ۸ په کندهار، ۴ په اروزګان، ۱ په زابل او ۱ په نیمروز ولایتونونو کې دي.
د ده په خبره، له دې پېښو ۴ یې په هغو ساحو کې ثبت شوي چې د واکسیناسیون د کمپاین ټیمونه لاسرسی ورته لري او ۲۲ یې په هغو سیمو کې دي چې اړوند ټیمونه لاسرسی نه ورته لري.
ډېرې پېښې د سوېل زون په هغو لیرې ولسوالیو کې رامنځ ته شوي چې وسله وال طالبان نفوذ په کې لري او دوی د واکسین اړوند کور په کور کمپاین باندې بندیز لګولی دی.
له همدې امله د دغه زون یو میلیون ماشومان د پولیو واکسین له کور په کور کمپاین څخه بې برخې دي چې د پخلا په خبره لامل یې د وسله والو بندیزونه او محدودیتونه دي.
پخلا وویل، د دغې ستونزې د حل په موخه د ولسوالیو، ولایتونو او هېواد په کچه هڅې شوي خو تر اوسه یې مثبتې پایلې نه دي لرلي.
ده خبر ورکړ چې د پولیو واکسین تازه پیل شوی کمپاین د کرونا وبا له امله په خاصو شرایطو سره عملي کېږي.
په سوېل کې د پولیو د تازه پېښو ثبتېدل ښيي چې دغه سیمه د ماشومانو د ګوزڼ تر لوړ ګواښ لاندې ده او دغه ناروغي د سلګونو زره ماشومانو ژوند ګواښي.
login or register a new account.