Language

افغان ملي ځواکونو د کندهار سپین بولدک کې پوځي تمرینات ترسره کړل

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي، د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو له خوا پوځي تمرينات ترسره شول.

د دغه وزارت مرستيال وياند فواد امان د زمري په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل چې د ننګرهار د ګوشتې او د پکتیا د ځاځیو ولسوالیو له تطبیقاتو وروسته ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندهار په سپین بولدک کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه (د پاکستان د راکټي برید د شهیدانو) تر عنوان لاندې لوی نظامي تطبیقات ترسره کړل.

سرچينې زياته کړې په دغو تطبیقاتو کې ځمکني کومانډو ځواکونو، ضربتي ځواکونو، سرحدي ځواکونو او هوایي ځواکونو برخه اخیستې وه او د خپلو سپکو او درنو وسلو په کارولو سره یې خپل ځواک او وړتیاوې وښودې.

امان وايي، د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ”ضیاء" او د کندهار ولایت یو شمېر جنرالانو، افسرانو او ولایتي چارواکو له دغو تطبیقاتو څخه له نږدې لیدنه او ارزونه وکړه.

د هیواد لوی درستیز د يادو تمريناتو د ارزونې ترڅنګ دا هم وویل، هېوادوال دې ډاډمن اوسي چې د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په خپلواکه توګه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع او ساتنه کولی شي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په پای کی د سپين بولدک اوسېدونکو او قومي مشرانو د دغو تطبیقاتو ترسره کېدو هرکلی وکړ او د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په ملاتړ يې شعارونه ورکول.

login or register a new account.