Language

د حج سرپرست وزير : د زکات نوې اداره رامنځته کوم

کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩) : د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نوی سرپرست وزير وايي چې د عصري سيستم له لارې به د حج پروسه پرمخ يوسي او د وزارت په چوکاټ کې به د زکات اداره فعاله کړي.

محمد قاسم حليمي دغه څرګندونې پرون تر غرمې وروسته د حج او اوقافو وزارت د سرپرست وزير په توګه د خپلې معرفۍ په مراسمو کې کړې دي.

د نوموړي د معرفۍ په مراسمو کې د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش، د چارو ادارې لوى رييس فضل محمود فضلي، د علماوو سرتاسري شورا سرپرست مولوي عطاء الله لودين، د حج او اوقافو پخوانيو وزيرانو او ګڼ شمېر نورو چارواکو ګډون کړى وو.

سرور دانش د پخواني وزير مولوي عبدالحکيم منيب هڅې، فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايلې او ويې ويل چې هغه په دغه وزارت کې ډېر مثبت بدلونونه راوستي دي.

هغه زياته کړه، علماء د حج وزارت اندامونه دي، چې علماء نه وي نو وزارت بې اندامه دی او حکومت د دې وزارت د تقويې لپاره د علماوو ١٠٠٠بستونه اضافه کړي دي.

ورپسې د افغانستان د علماوو سراسري شورا سرپرست مولوي عطاءالله لودين خبرې وکړې.

د ارشاد، حج او اوقافو مخکني وزير مولوي عبدالحکيم منيب په خپله وينا کې هغه کړنې يادې کړې چې د وزارت پر مهال يې تر سره کړې وې .

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد قاسم حليمي وويل چې په وزارت کې لا ډېرو اصلاحاتو او پرمختګونو ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه: ((زموږ علماء اړتيا لري چې په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د ظرفيت لوړولو په موخه زده کړې وکړي.))

د حج په اړه يې وويل، چې دوى به د عصري سيستم له لارې د حج پروسه پرمخ وړي، د زکات اداره به فعالوي، د عرفان او تصوف څانګه به جوړوي او ددې طريقې پيروانو ته به د ټريننګ او زده کړې زمينه برابروي.

د هغه په وينا، د نابينايانو او ګونګيانو لپاره هم د قرآن کريم د حفظ او تعليم برنامې په پام کې لري.

حليمي وويل چې د علماوو د اسنادو د ارزيابي په برخه کې ستونزې شته او ددې ستونزو د حل لپاره به هم له پوهنې وزارت سره په همکارۍ کوټلي ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.