Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د دوه نيمو کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز بالاحصار د ترميم چارې نه دي پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۲٦ زمری ۹۹): د حکومتي چارواکو له ژمنې سره سم دوه نيم کاله مخکې بايد د پکتيا د  مرکز ګردېز بالاحصار د بيارغولو چارې پيل شوې واى خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

ولسمشر غني د ۱۳۹۷ کال د وري په ۱۲مه ګردېز ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه چې تر راتلونکو شپږو مياشتو به د ګردېز لرغوني بالاحصار د ترميم چارې پيل شي، خو له هغه راهيسې د شاوخوا دوه نيمو کلونو په تېرېدو لا هم يادې چارې نه دي پيل شوې.

د پکتيا ولايت اوسېدونکي او فرهنګيان سخته نيوکه کوي او وايي چې دولت د سيمې په کچه د دې بې سارې کلا په ترميم او ساتنه کې پاتې راغلی دی.

يو فرهنګپال احسان الله کمال وايي چې د ګردېز خورا لرغونی بالاحصار د کورنيو جګړو پر مهال تر ټولو خوندي او جوړ پاتې شوی، خو د دولت د نه پاملرنې له امله د ويجاړۍ له ګواښ سره مخ دی.

کمال پژواک ته وويل: ((د اطلاعات او کلتور وزارت مرستيال باوري صېب هم چې ګردېز ته راغلی و، ويل يې ډېر ژر به يې عملي کار پيل شي، خو متاسفانه تر اوسه يې کار نه دى پيل شوى.))

د ګردېز بل اوسېدونکى علي ذهين هم پر اطلاعات و کلتور وزارت او عملياتي ادارې د تشو ژمنو له امله نيوکه کوي او وايي چې د لرغونو ابدو ساتونکی نړيوال سازمان يونسکو هم په دې برخه کې نه جبرانېدونکې ناغېړي کوي.

ذهين زياته کړه: ((زموږ دا فرهنګي بډاينه او ميراث د له منځه تلو په حال کې دی. د دې بيارغولو په اړه د ټولو وعدې تر اوسه وعدې پاتې دي. له دولت څخه غواړو چې په دې برخه کې نوره ناغېړي ونه کړي.))

ولايتي شورا هم د ګردېز بالاحصار اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې هر کال، په تېره د ژمي په موسم کې د بالاحصار ځينې برخې نړېږي، خو تر دې دمه يې د مخنيوي هېڅ چاره نه ده شوې.

د يادې شورا غړی محمد رحمن قادري وايي: ((متاسفانه په دولت کې دومره پڅ کارونه شروع دي چې تر اوسه د دې د سروې معلومات هم نشته. په دولت او خصوصاً پر عملياتي اداره غږ کوو چې زموږ دا لرغونې شتمني له منځه لاړه نه شي، ترميم شي او د داخلي او خارجي سيلانانو د سيل وړ وګرځي.))

د پکتيا د اطلات او کلتور رييس صلاح الدين سليس هم په تېر کې بالاحصار ته پر نه پاملرنه او اوسمهال يې د چارو ځنډ ته خواشيني دی او ټينګار کوي چې ياد بالاحصاد جدي ساتنې ته اړتيا لري.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د ګردېز لرغوني بالاحصار تدارکاتي او عملياتي مراحل به په رياست جمهوري کې پيل شي، دا چې د تاريخي ابدو يو ترميموونکی شرکت دی، نو ځکه يې کارونه ځنډېږي.))

دى وايي چې ياده موضوع يې له اړوندو ادارو سره شريکه کړې او هغوى د حل لپاره ژمنې کړې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.