کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۹۹): د زندانونو چارو د تنظیم اداره د څرخي پله په مرکزي زندان کې د ملي امنیت د یوه کارکوونکي او یوه ساتنمن د نیولو خبر ورکړی وایي چې دغه دوه کسان دغه زندان ته د ۳۲۷ ګرامه چرسو او دوه سېټه موبایلونو لېږدولو په تور نیول شوي دي.
د زندانونو چارو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن (د زمري ۲۶) خپره شوې، راغلي چې د څرخي پله دوه افسران یې د نشه یي او منعه شوو څېزونو په تور نیول شوي دي.
خبرپاڼې د یادو امنیتي منسوبینو د نیولو د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې لیکلي: «د څرخي پله د مرکزي زندان د ښځو د ملي امنیت کارکوونکې سمونیارې عاقلې، ۲۵۵ ګرامه چرس او درې موبایلونه چې په بدن کې یې په ماهرانه ډول ځای پرځای کړي وو او غوښتل یې یاد زندان ته یې انتقال کړي، د تلاشۍ پر مهال د امنیتي موظفینو له خوا نیول شوې ده.»
د دې خبرپاڼې په دوام کې همداراز راغلي چې د څرخي پله مرکزي زندان د اتم بلاک د امنیتي پرسونل غړی ساتنمن عبدالقهار هم زندان ته د۷۰ ګرامه چرسو د انتقال پرمهال د یاد زندان د امنیتي موظفینو له خوا په باالفعل ډول ونیول شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نیول شوو دوسیې له لومړنیو پلټنو وروسته په رسمي ډول اړوندې مرجع ته استول شوې دي.
د خبرپانې په پای کې راغلي چې د نشه یي توکو او منعه شوو څېزونو د لېږد د مجراو بندول د زندانونو چارو د تنظیم د ادارې له لومړیتوبونو دي چې په دغه برخه کې یې اغېزمن او عملي ګامونه هم اخیستي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر دغو زندانیانو ویلي دي چې په یاد زندان کې نشه یي توکي پلورل کېږي او ډېری بندیان په زندان کې دننه روږدي شوي دي.
د څرخي پله زندان د هېواد له سترو زندانونو دی چې د کابل ښار په ختیځ کې موقعیت لري او اوس مهال زرګونه کسان پکې بندیان دي.
login or register a new account.