Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندوز-تخار لويه لار د جګړې له امله تړل شوې ده

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړې له امله د کندوز-تخار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد علي يزداني د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې وسله والو طالبانو د کندوز-تخار د لويې لارې په اوږدو کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.

هغه وايي چې د همدې بريدونو له امله د کندوز-تخار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړى زياتوي چې په ياده جګړه کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

يزداني زياته کړه: ((موږ د لارې د خلاصون لپاره جدي تدابير نيولي، کله چې جګړه خلاصه شي، موږ به بيا د تلفاتو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړو.))

خو د يادې لارې يوې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د طالبانو د بريدونو له امله يو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي: ((يو شمېر سرتېري همدا اوس په پوستو کې ټپيان پراته دي، لار بنده ده که لار خلاصه نه شي او دغه سرتېري انتقال نه شي نو مړه کيږي.))

په ورته وخت کې د کندوز د ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک ته وويل چې د کندوز ښار د محاصرې په حالت کې دى.

ده وويل: ((دا يوه لار نه ده، د کندوز ټولې لارې بندې دي، خلک په سخت مشکل کې دي، امنيتي ستونزې له حده ډېرې دي.))

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.