Language

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۷۷ کسان پر کرونا اخته او درې مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۷ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ۷۷ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۶۷۶ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ۲۷ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۴۵۸ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ۷۷ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۶۷۶ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۲۵ په هرات، ۱۷ بلخ، ۱۱ په کابل، پنځه- پنځه په ننګرهار او دايکنډي، څلور په تخار، درې په کندز، دوه – دوه په بامیان، بدخشان او پنجشېر او یوه هم په بغلان ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۸۹ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۷۳۱۲ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۳ کسان د کرونا له امله مړه شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ۱۳۷۷ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، چې که هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.