Language

لوى درستيز: ملي امنیتي ځواکونه د دښمن پر وړاندې د خپلواکې دفاع وړتیا لري

کندهار (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩): د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وايي چې له پوځي تطبيقاتو موخه کورنيو او بهرنيو دښمنانو ته دا پيغام ورکول دي چې ملي ځواکونه د هېواد او هېوادوالو د دښمنانو پر وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولای شي.

د ملي دفاع وزارت وايي، له ننګرهار او پکتیا وروسته ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي فرضي کرښې ته څېرمه تطبيقات ترسره کړل.

له دغو تمریناتو د څارنې پر مهال د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیاء وویل، له دغو نظامي تمریناتو یې موخه د لوی اختر په شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د شهید سوو کسانو روح ته درنښت، له هېواد، خاورې او ولس څخه د دفاع په برخه کې افغانانو ته د بشپړې وړتیا درلودو اطمینان ورکول دي.

هغه زياته کړه: ((دغه راز له دغو تمريناتو د هېواد داخلي او خارجي دښمنانو ته دا پيغام رسول دي چي زموږ ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونه پر ځان بسیا او د ولس له پراخ ملاتړه برخمن دي.))

لوی درستیز وویل، په دغو تطبيقاتو کې پليو، کومانډو، ضربتي، پوله ساتو او هوايي ځواکونو ګډون درلود او په درېیو تطبیقي مرحلو (پلي، توپچي، هوایي) کي یې له خپلو سپکو او درنو وسلو څخه په استفاده یې ولس ته د ډاډ په ډول د قدرت او وړتيا ننداره وړاندې کړه.

ضیاء څرګنده کړه، پيغام د افغانستان ولسونو او دوستانو ته دا دى چې دفاعي او امنيتي ملي ځواکونه مسلکي او جنګي لوړ ظرفيت لري او ډاډه ولرٸ چې دغه ځواکونه د افغانانو او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا د خارجي او داخلي دښمنانو پر وړاندې په خپلواکه توګه دفاع کولای شي.

ده زياته کړه: ((زموږ پيغام د افغانستان دښمنانو ته دا دى چې موږ ماتې نه خوړونکي، لوړ ظرفيت لرونکي او زړور ځواکونه يو او له خپلې لوېشت لوېشت خاورې څخه په ډېره ښه توګه دفاع کولای شو.))

د کندهار والي حیات الله حیات وويل، د هېواد ملی امنیتي او دفاعي ځواکونه چې تل یې د پردیو پر وړاندې د هېواد د ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او له خپل ولس څخه په مېړانه دفاع او ساتنه کړې، د خپل ولس له پوره باور او ملاتړه برخمن دي.

هغه زياته کړه، نن ورځ ټول تطبیقات په خپل قوت دي او دا د وسله والو پوځ د قدرت او ویاړ نښه ده او دغو اتلو او پر هېواد مینو ځواکونو هغه مهال خپل جګړه ییز لوړ مورال او وړتیا ثابته کړه چې له هېواده د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې شته اندېښنو او ګواښونو ته په خپلواکه توګه ځواب ووایه.

login or register a new account.

Related Topics