کابل (پژواک، ٢٧ زمرى ٩٩): د ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د پراخو عملياتو په ترڅ کې دا سيمه له وسله والو مخالفينو پاکه شوه.
ملي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې وروسته له هغه عمليات ترسره کړل چې هلته د برېښنا پر پايو، دولتي سرتېرو او مامورينو يو شمېر بريدونه ترسره شول .
د ملي دفاع وزارت له خوا د زمري په ٢٧مه پژواک اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملياتو کې چې له تېرو څو ورځو راهيسې روان وو، پنځه طالبان وژل شوي او د يوه قوماندان په ګډون يې ٢ تنه ټپيان شوي دي.
.jpg)
سرچينې زياته کړې، دغه راز د درېيو قوماندانانو په ګډون ٢٥ وسله وال مخالفين چې هلته يې د ورانکارۍ او ترهګرۍ کارونه ترسره کول، ژوندي نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو عملياتو کې د دښمن ګڼ شمېر وسلې او مهمات د دفاعي او امنيتي ملي ځواکونو لاس ته راغلي دي.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې په شکردره کې به د خلکو د ځان او مال خونديتوب په موخه ګڼ شمېر سرتېري د زيات وخت لپاره پاتې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP