Language

امنيتي مسوولين په کندوز کې ۲۱ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩): د کندوز امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د زمري په ٢٩مه په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

سرچينه وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د يادو بريدونو پر مهال ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

سرچينې د يادو بريدونو پر مهال د امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي امرالدين پژواک ته وويل چې هره شپه په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې وي.

ده وويل: ((يواځې تېره شپه نه، بلکې هره شپه دلته جنګ وي، دواړه لوري له درنو وسلو هم کار اخلي چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.))

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.