Language

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٠ کسان پر کرونا اخته او دوه مړه شوي

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۷۵۹ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ٢٩ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٢ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٤٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۷۵۹ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٨ په هرات، شپږ په فراه، درې په بادغيس، دوه په بلخ او يو هم په ننګرهار ولايت کې دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه بېرته نه دي ښه شوي او د روغ شويو کسانو شمېره اوس هم ۲۷۳۱۶ ده.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٨٣ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د يوې سروې له مخې، په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم څپه رامنځته شي.

login or register a new account.