Language

د بلخ د يوشمېر ولسواليو امنيت ورځ تر بلې خرابيږي

مزارشريف ( پژواک، ۲۹زمری ۹۹) : د بلخ اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت د ډېری ولسواليو يواځې ودانۍ د دولتي ځواکونو لاس کې دي او نورې سيمې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

دوی وايي، چې طالبان په يو شمېر ولسواليو کې د جلب او جذب په حال کې دي، چې ورسره سم جګړو هم د پخوا په پرتله زور اخيستی دی.

د بلخ ولايت مقام هم وايي، چې طالبانو د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو او اکمالاتي کتارونو خپل بريدونه زيات کړي دي.

د بلخ د ولايتي شورا يوه غړي محمد امين دره صوفي پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت زياتې سيمې د طالبانو لاسته غورځېدلې دي.

هغه زياته کړه، چې په يو شمېر ولسواليو کې طالبان عملا لګيا دي د جګړې لپاره خپلو ليکو ته د نويو ځوانانو د جلب او جذب پروسه پر مخ بيايي.

د ولايتي شورا د دغه غړي په خبره، دوی څو ځله د بلخ له سيمه ييزې ادارې سره دغه ستونزه شريکه کړې؛ خو په وينا يې چې لا هم په دې برخه کې لازم اقدامات نه دي شوي.

دى وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره طالبان پرمختګ کوي او زياتې سيمې تر خپل کنټرول لاندې نيسي.

نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې د طالبانو د خطرناکو بنديانو د خوشې کېدو په تړاو د لويې له جرګې له پرېکړې وروسته، جګړه نوره هم زياته شوې.

هغه وايي، چې دغو ګواښونو حتی د مزارشريف ښار امنيت هم ننګولی دی.

په ورته مهال د بلخ د ولايتي شورا رييس هم وايي چې که د بلخ امنيتي وضعيت کنټرول نه شي؛ لمن به يې حتی مزارښار ته ورسېږي.

افضل حديد پژواک ته وويل چې جګړه د مزارشريف ښار ۲۰ کيلومترۍ ته رسېدلې او ورځ تر بلې پراخېږي.

نوموړي زياته کړه، چې دوه ورځې وړاندې يې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازو سره په ګډه ناسته کې پر دې بحث کړی، چې د مزار ښار امنيت لپاره بايد جدي تدابير ونيول شي.

login or register a new account.

Related Topics