Language

ولسمشر غني: د طالب زندانيانو خوشې کېدو سره به  نشه يي توکي اروپا پر سر واخلي

کابل (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٩) :ولسمشر اشرف غني ويلي چې امريکا سره د طالبانو د تړون له مخې، د پاتې ٤٠٠ خطرناکو بنديانو خوشې کولو سره به بريتانيا او اروپا ته نشه يي توکي لکه سيلاب لار وکړي.

ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د انګلستان ټايمز رسنۍ سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال کړې دي، چې نن خپره شوې ده.

هغه زياته کړې، که چېرې د طالبانو وروستي خطرناک بنديان چې ډېرى يې د نشه يي توکو د قاچاق په جرمونو په افغانستان کې بنديان دي، خوشې شي؛ نو بريتانيا ته به نشه يي توکي لکه  سيلاب لار وکړي .

ولسمشر ويلي، د ناټو سازمان مشران به هغه مهال شاک شي، چې د طالبانو د وروستيو بنديانو په خوشې کولو سره به د نشه يي توکو نړيوال تجارت زيات شي.

ده زياته کړې : (( که چېرې نشه يي توکي د بريتانيا او اروپا د هر کور چتونو ته ورسيږي، نو خلک بايد پوه شي چې مشران يې هم ددې کار برخه وال وو.))

شاوخوا شپږ مياشتې مخکې  په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له مخې، افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره بنديان خوشې کړي، چې تر اوسه يې ٤٧٠٠ خوشې کړي دي، خو د پاتې بنديانو پر سر ځينې لانجې راولاړې شوې دي، او پر ځينو يې نړيوالو اعتراض کړى دى.

افغان حکومت د ٤٠٠ خطرناکو بنديانو له خوشې کولو انکار کړى و، خو د نړيوالې ټولنې د فشار له امله ولسمشر اشرف غني لويه مشورتي جرګه راوبلله او جرګې د بنديانو د خوشې کولو وړانديز وکړ.

ولسمشر د لويې مشورتي جرګې په وړانديز د ٤٠٠ خطرناکو طالب بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړى چې له دې ډلې تر اوسه ٨٠ تنه يې خوشې شوي دي.

اشرف غني په ياده مرکه کې ويلي،د پاتې ٤٠٠ طالب بنديانو لاسونه د خلکو په وينو سره دي او ددوى خوشې کولو يې زړه مات کړى دى.

هغه په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو د قربانيو او سرښندنو ستاينه کړې ، خو دا ورته ډېره سخته وه، هغه بنديان  خوشې کړي چې د بريتانوي مېلمنو او افغانانو په وژلو کې لاس لري.

ولسمشر اشرف غني د سولې په تړاو ويلي، : (( سوله په دې مانا ده چې تاوتريخوالى بند شي، د سولې تړون په دې مانا نه ده، چې د جګړې يو بل پړاو دې پيل شي. ))

نوموړي ويلي، د امريکا او طالبانو په تړون کې اوربند په سر کې راغلى و، خو طالبانو پر دې ژمنې عمل نه دى کړى.

login or register a new account.