کابل (پژواک، ٢٩ زمری ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٢ ميليونو او د روغ شوو کسانو شمېر ١٥ ميليونو ته رسېدلی دی.
د کرونا ويروس چې شاوخوا اته میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.
په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين او ګڼ شمېر اروپايي او اسيايي هېوادونو کې کنټرول شوې، خو په امريکا، هند او برازيل کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.
د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر له ٢٢ ميليونو کسانو اوښتى دى.
دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه ١٥ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او ٧٨٠ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي چې د ټولو ناروغانو ٥ سلنه تشکيلوي.
یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو څخه ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني حالت او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکايان ځپلي، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر پنځو ميليونه او ٦٥٠ زره کسانو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي.
دغه راز په امریکا کې ١٧٥ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی، هلته درې ميليونه او ٤١١ زره کسان پرې اخته او ١١٠ زره کسان مړه شوي دي.
په هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپرېږي او د ناروغانو شمېر یې ٢ ميليونه او ٧٧٠ زره کسانو ته ر سيدلى، او په نړۍ کې درېیم ځپل شوی هېواد دی. دغه راز په هند کې ٥١ زره کسان مړه شوي.
دغه راز روسيه، هسپانیه، برېتانیا، ایټالیا، جرمني، ایران، ترکیه او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه څه باندې ٣٧ زره کسان پر کرونا اخته شوي، ١٣٩٠ کسان مړه او تر ٢٧ زرو ډېر کسان بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.