کابل (پژواک، ۳۰ زمرى ۹۹): د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د بنديانو خوشې کولو په برخه کې د دووهېوادونو اعتراضونه د سولې پروړاندې خنډ بولي؛ خو وایي چې د هغو د لرې کولو لپاره هڅې روانې دي او په اړه یې پرمختګونه هم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې چې د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه په قطر کې لاسلیک شوه، له بین الافغاني خبرو مخکې حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ زندانیان خوشې کول.
حکومت د طالبانو ۴۶۰۰ بندیان خوشې کړي او مشورتي لویې جرګې حکومت ته مشوره ورکړه چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ جنجالي زندنیان هم ازاد کړي، خو د دغو ۴۰۰ زنداندیانو له ډلې د ۸۰ هغو د خوشې کولو وروسته، فرانسې او اسټرالیا د طالبانو د یوشمېر زندانیانو له خوشې کولو سره مخالفت وکړ او د بندیانو د خوشې کولو بهیر درېدلی دی.
همداراز حکومتي چارواکو په دې وروستيو کې ویلي چې طالبان دې د حکومت ټول بندیان خوشې کړي، خو طالبانو د لویې جرګې له جوړولو مخکې اعلان کړی و چې د حکومت زر بندیان یې خوشې کړي او دغه بهیر یې پوره کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د افغانستان حکومت له معترضو هېوادونو او د افغان سولې په بهیر کې له یوشمېر نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو سره په خبرو بوخت دی څو د سولې خبرو د پیل پروړاندې شته خنډونه لرې شي.
هغه له جزیياتو پرته وویل چې په دې اړه پرمختګونه هم شي دي؛ خو د دغې ستونزې ټول حل وخت ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وزات ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تراوسه د طالبانو د زندانیانو د خوشې کولو په اړه د دوو هېوادونو له مخالفت پرته بل خنډ نه شته او که راپیدا شي، د بهرنیو چارو وزارت به د افغان سولې په بهیر کې له سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو سره په مرسته د هغه خنډ د لرې کولو لپاره هڅې وکړي.
د هغه په خبر، کله چې دغه ستونزه حل شي، بین الافغاني مذاکرات پیلیږي او د مذاکراتو پرمخ وړلو لپاره د حکومت پلاوی ټولې تیارۍ لري.
هېواد وایي چې د افغانستان سولې په بهیر کې د تاسیس، تقویت او سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د ساتلو په موخه، د بهرنیو چارو وزرات سرپرست پرون او نن د هند، ایران، چین، تاجکستان او اتریش له بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې لرلې او هغوی د افغانستان د حکومت له دریځ او د مشورتې لویې جرګې له پرېکړې ملاتړ کړی دی.
هغه یادونه وکړه چې د سیمې او نړیوالو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې چې د مذاکراتو د پیل پروړاندې د خنډونو په لرې کولو کې مرستې ته تیار دي او هڅه کوي څو په افغانستان کې تلپاتې سوله تامین شي.
هغه همداراز وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره د تېرې ورځې په خبرو کې د افغانستان د سولې مذاکراتو د کوربه توب لپاره د ایران د تیاري خبر هم ورکړی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP