Language

د غزني حق الزحمه ښوونکو ته د پنځو مياشتو معاشونه نه دي ورکول شوي

غزني ښار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٩): په غزني کې حق الزحمه ښوونکي وايي، له تېرو پنځو مياشتو راهيسې مياشتنۍ تنخواوې نه دي ورکول شوي چې له امله يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د غزني يو شمېر حق الزحمه ښوونکو دغه څرګندونې د زمري په ٣٠ مه په ياد ولايت کې د يوې اعتراضي خبري ناستې پرمهال و کړې.

د يادو ښوونکو په استازيتوب د غزني ښار د شمس العارفين ښوونځي استاد محمد انور وويل چې د نورو ستونزو ترڅنګ په تېرو پنځو مياشتو کې دوى ته معاش هم نه دى ورکول شوى.

هغه وايي: ((هم يې معاش نه دى راکړى، هم هغه مرستې چې له نورو استادانو سره کيږي، موږ سره نه کيږي.))

دغه راز بل معترض ښوونکي شاه محمد هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حق الزحمه ښوونکي بايد رسمي شي ترڅو له ټولو امتيازاتو څخه برخمن شي.

ده زياته کړه: ((د کال له پيل څخه تر اوسه موږ ته معاش نه دى راکول شوى چې دا هېڅ انصاف نه دى، موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ يو.))

په ورته وخت کې د غزني ښار د پښتون اباد لېسې يوې ښوونکې ريحانې پژواک ته وويل: ((پنځه مياشتې يې معاش نه دى راکړى، ما  ډېر کوښښ وکړ چې ځان رسمي کړم، خو دا چې واسطه مې نه درلوده، کار مې ونه شو.))

يو شمېر نورو ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه ستونزه يې څو ځلې د پوهنې له رياست سره شريکه کړې خو تر اوسه د حل لار ورته نه ده پيدا شوې.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د پوهنې رييس محب الرحمن انصار پژواک ته وويل چې د کرونا ويرس د رامنځته کېدو له امله حق الزحمه ښوونکو ته په تېرو پنځو مياشتو کې معاش نه دى حواله شوى.

هغه وايي: ((کرونا وه، ښوونځي رخصت وو، تر اوسه له دوى سره قرارد هم نه دى شوى، کرونا هرڅه ګډوډ کړي، لږ وخت اخلي هرڅه به سم شي.))

د يادونې ده چې په ټول غزني کې ۲۴۴۹ تنه په ښوونځيو کې د حق الزحمه ښوونکو په توګه دنده ترسره کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.