Language

وسله والو طالبانو د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د روغتیايي مرکز بندولو امر کړی

کندهار (پژواک، ۳۰ زمری ۹۹): وسله والو طالبانو د کندهار د ارغستان ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د بندولو امر کړی او د دغه مرکز کارکوونکو ته یې د یوه مکتوب له لارې خبر ورکړی چې دندو ته دې نه ځي.

بل خوا د کندهار چارواکي وايي چې د روغتیايي مرکز او نورو خدماتي ځایونو د امنیت چارې ساتي او چا ته یې د تړلو اجازه نه ورکوي.

د ارغستان ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي باز محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د وسله والو طالبانو اړوند د ارغستان نظامي مسوول د یوه مکتوب له لارې د دغې ولسوالۍ د روغتیايي مرکز تړلو امر کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه مرکز د دې ولسوالۍ یوازینی روغتیايي مرکز دی چې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

نوموړی د وسله والو طالبانو د دې کړنې په غندلو سره زیاتوي چې دغسې کړنه یوازې او یوازې له عام ولس سره دښمني ده.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې وسله وال طالبان په څرګنده د عام ولس پر وړاند درېدلي، له یوې خوا یې له کندهار ښاره ولسوالۍ ته پر غځېدلې لار او پر نورو فرعي لارو ماینونه خښ کړي چې هره ورځ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او اوس یې بیا د روغتیايي کلینيک د تړلو پرېکړه کړې ده.

دی له طالبانو غوښتنه کوي چې د ولس له ځورولو دې لاس واخلي او هغوی ته دې ستونزې نه جوړوي.

د دغې ولسوالۍ یوه بل مخور جمعه خان هم پژواک ته ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې د روغتیايي کلینيک بندول د دغې ولسوالۍ له بې اسرې ولس سره لوی ظلم دی.

هغه زیاته کړه، طالبان په دغسې کړنو سره په ولس کې وېره خپروي او غواړي له دې لارې هغوی تر خپل واک لاندې راولي.

نوموړی هم له وسله والو طالبانو غوښتنه کوي چې پر عامو لارو دې ماینونه نه خښوي، خدماتي ادارې دې نه تړي او د ولس پر وړاندې دې ستونزې نه پيدا کوي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی ته هم خبر رسېدلی چې وسله والو طالبانو د ارغستان د روغتیايي مرکز د تړلو هڅه کوي.

احمدي پژواک ته وویل، د طالبانو دغسې کړنې د خلکو د وېرولو معنا لري.

login or register a new account.

Related Topics