Language

افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله مړینه نه ده رامنځته شوې

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٣٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۸۹۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د زمري په ٣١مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٠٧ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٣٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۷۸۹۴ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٤ په هرات، څلور په بادغيس، دوه-دوه په تخار او غور او يو هم په کندوز ولايت کې دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٣٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۷۹۹۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې هېڅوک له کرونا ناروغۍ څخه نه دي مړه شوي او اوس هم د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٨٥ دى.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.