ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: هرڅه ژر بايد د سولې بين الافغاني مذاکرات پيل شي

خليلزاد: هرڅه ژر بايد د سولې بين الافغاني مذاکرات پيل شي

author avatar
21 Aug 2020 - 15:25
خليلزاد: هرڅه ژر بايد د سولې بين الافغاني مذاکرات پيل شي
author avatar
21 Aug 2020 - 15:25

کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي يو ځل بيا پر حکومت او طالبانو  غږ کړی چې هر څو ژر بايد د سولې مذاکرات پيل کړي؛ ځکه د ځنډولو لپاره يې هېڅ مشروع دليل نشته.

دغه څرګندونې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د زمري په ٣١مه په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.

نوموړي په دغه ټويټ کې د سولې د یوه فعال او د پوهنې وزارت د علمي شورا د سرپرست عبدالباقي امین وژنه غندلې ده.

خلیلزاد عبدالباقي امین سولې ته یو ژمن شخص بللی او زیاته کړې یې ده امین ته به مناسب درناوی دا وي چې دواړه خواوې تاوتریخوالی سملاستي راکم او بین الافغاني خبرې پیل کړي.

د يادونې ده، عبدالباقي امین د چهارشنبې په ورځ د کابل په کمپنۍ سیمه کې د چسپکي ماين د چاودنې له امله ووژل شو.

حکومت چارواکو د امين وژل کېدل غندلي او طالبانو هم ويلي دي چې دغه کس د دوى له لوري نه دى وژل شوى دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.