کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۹۹) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دندو کې د غفلت له امله د کابل ښار د شپاړسمې او اوولسمې حوزې امرین له دندو لرې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د زمري په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې دغه پریکړه نن د وزارت د ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال عبدالصبور قانع د کابل له امنیتي مسوولینو سره دلیدنې پر مهال وکړه.
هغه زیاته کړه چې د یادو حوزو امرین له ۱۶ نورو منسوبینو سره له دندو لرې او پلټنو ته معرفي شول.
امنیتي مرستیال د کابل امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ښار دامنیت لپاره جدي اقدامات او خپلې هڅې زیاتې کړي.
دغه راز په یاده غونډه کې پریکړه وکړه چې د کابل ښار دامنیتي حوزو ټولې لوجستیکي ستونزې وارزول شي او په دې برخه کې عملي اقدامات وشي.
د یادوړې ده چې درې ورځې مخکې د هیواد د خپلواکۍ د ۱۰۱مې ورځې پر مهال د کابل ښار پر مرکزي سیمو ۱۶ توغندي توغول شوي وو، چې له امله یې درې تنه مړه او ۱۶ نور ټپيان شوي وو.
دا په د اسې حال کې ده چې ولسمشر غني پرون د کابل امنیتی مسوولینو سره دلیدنې پر مهال د خپلواکۍ په ورځ د راکټي برید د هراړخېزې ارزونې لارښوونه وکړه وې ویل، د دغې پېښې ټول ابعاد دې وڅېړل شي چې دښمن څه ډول وتوانېد د خپلواکۍ په ورځ پر کابل ښار راکټي برید وکړي.
هغه زیاته کړې : ((حوزو ته په خپله تللی یم، په حوزو کې شته وضعیت راته د منلو نه دی او باید په حوزو کې فوري مدیریتي تغییرات راشي. دغه راز باید د پولیسو د حوزو معیشتي وضعیت په بشپړ ډول بدل شي او د حوزو مسوولین دې خپلو دندو ته متوجه واوسي.))
ولسمشر غني د ابل امنیه قومندانۍ ته لارښوونه وکړه، له زورواکو او هغو کسانو سره چې د امنیتي برنامې د عملي کېدو خنډ ګرځي قانوني او جدي چلند وکړي او د پولیسو په چارو کې دې د زورواکو د مداخلې په جدي توګه مخنیوی وشي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن