کابل (پژواک، ٣١ زمرى ٩٩): امنيتي سرچينې وايي چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د موټربم بريد له امله يدوه سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د ګرشک ولسوالۍ اړوند د کندهار اډې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې د موټربم بريد شوى دى.
سرچينه وايي چې په دغه بريد کې دوه سرتېرى وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم پېښه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات وړاندې نه کړل.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دغه بريد طالبانو تر سره کړى دى.
هغه وويل: ((طالبانو د ګرشک ولسوالۍ د بازار اړوند په کندهار اډه کې د پوليسو او سنګوريانو پر ګډ مرکز تاکتیکي چاودنه کړې چې له امله يې د حکومت ګڼ شمېر هغه سرتېري وژل شوي چې د خلکو د آزار او اذیت سبب ګرځېدل.))
د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو ولسواليو بشپړ کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP