کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٩): د روغتيا نړيوال سازمان وايي، کرونا وبا ښايي تر دوو کلونو خپله لمن له نړۍ ټوله کړي.
د ياد سازمان رييس تدروس ادهانوم ويلي چې که څه هم د نړۍ اوسنۍ پراخې اړیکې به د یادې وبا د ډېرې خپرېدو لامل شي خو په وینا یې، دوی د دې وبا پراختیا مخنیوي لپاره اړین اقدامات تر لاس لاندې لري.
ادهانوم په ۱۹۱۸ میلادي کال کې په اسپانیا کې د زوکام ناروغۍ خپرېدو ته په اشارې ویلي چې په اسپانیا کې خپاره شوي زوکام دوه کاله وخت ونیو څو له منځه ولاړه شي خو په خبره یې، اوسنیو امکاناتو ته په کتو انسانان د دې جوګه دي چې کرونا وبا ته تر وخت مخکې هم ماتې ورکړي.
روغتیا سازمان وایي چې په سمه توګه د روغتیایي سپارښتنو عملي کېدل هم کولی شي د کرونا وبا عمر کم کړي.
د يادونې ده، د کرونا ناروغي شاوخوا اته مياشتې مخکې په چين کې پيل او اوس ټولې نړۍ ته رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، تر اوسه څه باندې ٢٣ ميليونه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، اته سوه زره کسان ترې مړه او شاوخوا ١٥ ميليونه ناروغان بېرته روغ شوي دي.
په افغانستان کې تر اوسه ٣٧زره کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، نږدې ١٤٠٠ مړه او ٢٧زره روغ شوي دي.
login or register a new account.