کندهار (پژواک، ۱ وږی ۹۹): د کندهار لسګونه مدني فعالان نن )د وږي لومړۍ نېټه( په کندهار پریس کلب کې راټول شوي وو او د سولې پروسې پر چټکتیا یې ټینګار وکړ.
هغوی غوښتنه کوله چې د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو له مخې دې ۴۰۰ طالبان زندانیان ژر تر ژره خوشي شي څو بین الافغاني خبرو ته لار هواره شي.
په کندهار کې د یوې مدني ټولنې مشر حکمت الله افغان وویل، ولس له جګړې ستړی دی او غوښتنه یې دا ده چې د سولې پروسه دې چټکه شي.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې د سولې بین الافغاني خبرې ژر تر ژره پیل او دایمي سولې ته لاره هواره شي، د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو له مخې دې ۴۰۰ طالب زندانیان خوشي شي.
له سپين بولدک ولسوالۍ راغلي مدني فعال لقمان حقمل وویل، هره ورځ په یوه او بل نوم د افغانانو وینه تویېږي خو دواړه لوري د وینې تویېدو د مخنیوي لپاره له خپلو شخصي ګټو نه تېرېږي.
هغه پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې له خپلو شخصي ګټو تېر شي، د ولس او هېواد ګټو ته دې لومړیتوب ورکړي.
د پیوند مدني ټولنې مشر حکمت الله صلحي وویل، ولس د جګړې د ښکېلو دواړو غاړو له خوا د قربانۍ اله ګرځېدلې ده او د دواړو لورو له خوا وژل کېږي.
خو ده وویل ولس باید نور د دغه وضعیت خاموشه ننداره ونه کړي او خپل غږ پورته کړي.
نوموړي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له بېځایه غوښتنو او خنډونو جوړولو تېر شي او سولې ته لومړیتوب ورکړي.
ده پر حکومت هم غږ وکړ چې د سولې مشورتي جرګې پرېکړې دې عملي کړي او د جګړې درېدو په موخه دې ګذشت وکړي.
د کندهار مدني فعالان په داسې حال کې د سولې پروسې د چټکتیا په موخه د مشورتي جرګې د پرېکړو پر عملي کولو ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون پر وړاندې کورني او بهرني خنډونه پیدا شوي دي.
login or register a new account.