ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې په خبرو کې دې جګړه ځپلو ته هم ونډه ورکړل شي”

“د سولې په خبرو کې دې جګړه ځپلو ته هم ونډه ورکړل شي”

author avatar
22 Aug 2020 - 15:55
“د سولې په خبرو کې دې جګړه ځپلو ته هم ونډه ورکړل شي”
author avatar
22 Aug 2020 - 15:55

مزارشريف (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د افغان سولې په روانه پروسه کې بايد هغو کسانو ته زياته ونډه ورکړل شي چې په تېرو جګړو کې يې زيان ليدلی وي او د کورنۍ غړي يې قرباني شوي وي.

دوی چې د وږي په لومړۍ نېټه په مزارشريف کې د جګړې له قربانيانو سره د عدالت نړيوالې ورځې په مناسبت راټول شوي وو، همدا راز يې د نا امنيو پر پراخېدو هم اندېښنه وښوده.

په بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر حميد صفوت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په رښتينې او تلپاتې سوله هغه مهال ټينګېدای شي چې د عدالت پر بنا رامنځته شي.

نوموړي زياته کړه چې د طالبانو او امريکايانو په خبرو کې هم د افغان جګړې اصلي قربانيان چې افغانان دي له پامه غورځول شوي وو او اوس بيا هم دغسې يوه هڅه روانه ده.

صفوت وويل: ((موږ د سولې په تړاو مشورتي لويه جرګه کې وليدل چې د جګړې د قربانيانو د کورنيو نظرونو ته چا اهميت ورنه کړ، زما په نظر دوی تر ټولو ډېر مستحق دي چې مذاکراتو کې شريک کړای شي.))

د صفوت په خبره، د جګړې دواړو اړخونو ته د شته قربانيانو د کورنيو غړي بايد را وغوښتل شي او د سولې پروسه کې سهيم کړای شي.

۶۵ کلن عبدالرحيم د مزارشريف ښار اوسېدونکی دی؛ نوموړي د افغانستان د څه کم څلور لسيزو جګړو پر مهال  د سترګو له نعمته بې برخې شوی دی.

نوموړي همداراز خپل ۲۷ کلن زوی هم چې په سرحدي پوليسو کې يې دنده درلوده، له لاسه ورکړی دی.

عبدالرحيم له پژواک سره په لنډو خبرو کې وويل چې کورنۍ يې د جګړې له امله ډېره ځپل شوې خو بيا هم دوی غواړي چې سوله راشي او جګړه پای ته ورسېږي.

هغه زياته کړه چې د سولې په تړاو روانه پروسه لا هم افغانانو ته ګونګه ده او دوی نه پوهېږي چې بالاخره پايله به يې څه کېږي.

نوموړي وويل: ((زما زوی يې په ډېرې سختۍ وواژه، په اور کې يې سوځولی او بيا مې يې د بدن سوې ټوټې له ايرو څخه راټولې کړې؛ برباد شوم؛ خو بيا هم سوله غواړم، ځکه نه غواړم چې نور خلک هم زما په څېر قرباني ورکړي.))

هغه وايي چې يواځېنۍ هيله يې د سولې په خبرو کې د جګړه ځپلو افغانانو ورګډېدل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.