Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیکا د کرکټ لوبغالي جوړولو کارونه له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شول

د پکتیکا د کرکټ لوبغالي جوړولو کارونه له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شول

author avatar
22 Aug 2020 - 18:28
د پکتیکا د کرکټ لوبغالي جوړولو کارونه له اوږده ځنډ وروسته بیا پیل شول
author avatar
22 Aug 2020 - 18:28

ښرنه (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۹۹): د پکتیکا ولایت د کرکټ لوبغاړي د دویم فاز کارونه له اوږده ځنډ وروسته د څه باندې ۶۱ ميلیونه افغانیو په مالي لګښت پیل شول.

د یاد لوبغالي د رغنیزو چارو د پیل په مراسمو کې د یاد ولایت د ښار جوړونې ريیس کریم زاهد وویل چې د یاد لوبغالي په دویمه برخه رغنیزو چارو کې د نندارچیانو لپاره د ناستې ځای، د لوبغالي چمن کول، د ویشتنځایونو او اکاډمیو جوړول او د اوبو سیستم برابرول په کې شامل دي چې جوړول به یې نږدې ۱۸ میاشتې وخت ونیسې.

زاهد ژمنه وکړه چې د یاد معیاري سټېډیم پاتې کارونه به پر خپل وخت ترسره شي.

د پکتیکا کرکټ لوبغالي د رغنیزو چارو په لومړۍ برخه کې یې د احاطې، ویالو او ودانۍ کارونه له مخکې پای ته رسېدلي دي.

د پکتیکا د کرکټ بورډ ولایتي دفتر په استازیتوب شېرګل دانش وویل چې د یاد لوبغالي د لومړي فاز کارونه له پروپوزل سره سم په سم ډول نه وو ترسره شوي او بیا ځلي یې ځیني اصلاحات په کې راوستل، خو هغه غوښتنه وکړه چې د دویمې برخې چارې به یې بیا له ځنډ سره مخ نه شي او پر خپل وخت له قرارداد سر سم ترسره شي.

د پکتیکا والي ډاکتر مجیب الرحمن څمکنی ولس او په ځانګړي ډول د کرکټ لوبغاړو او مینه والو ته ډاډ ورکوي چې له دې سترې او مهمې پروژې به وخت پر وخت څارنه کوي او کارونه به یې هم پر خپل وخت ترسره کېږي.

سره له دې چې د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې د کال په نهو میاشتو کې د کرکټ لوبو سیالۍ روانې وي او سلګونه د کرکټ ټیمونه په کې لوبې کوي، خو بیا هم د دغه ولایت کرکټ وده نه کوي او لوبغاړي یې د هېواد ملي لوبډلو ته لار نه شي پیدا کولی.

د کرکټ چارو پوه او روزونکی خانزاده شرنوال وايي: ((تر اوسه پورې چې موږ لوبډلې او یا لوبغاړي نه لرل چې هغوی پرمختګ وکړي، د افغانستان ملي، الف، ۱۹ کلنو او له ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ ټیمونو ته لار پیدا کړي، یوازېنی لامل یې دا دی چې موږ پکتیکا کې رسمي روزنتون او پر معیار برابر لوبغالي نه لرو. د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به د پکتیکا کرکټ ډېره وده وکړي او قوي نوي لوبغاړي به پیدا شي چې په راتلونکي کې به د هېواد بېلابېلو ملي لوبډلو ته لار پیدا کړي.))

د یادونې ده، د پکتیکا د کرکټ لوبغالي د لومړۍ برخې کارونه که څه هم نږدې دوه کاله وړانډې پای ته رسېدلي وو، خو د دویم فاز کارونه یې اوس پیل شول.

کلونه کېږي چې د دغه ولایت اوسېدونکو، په ځانګړي ډول لوبغاړو د معیاري لوبغالي جوړېدو غوښتنه کوله، خو د دغه میدان په جوړېدو سره به یې تر ډېره د لوبو د ځای ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.