Language

افغانستان د پاکستان له خوا د غلام خان او سپين بولدک لارو خلاصولو هرکلى وکړ

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٩) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان له خوا د سپين بولدک او غلام خان بندرونو د خلاصولو هرکلى وکړ.

د پاکستان حکومت په رسمي توګه پرون د خوست د غلام خان بندر پرانيست، چې ورسره به ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې اړيکې پياوړې شي.

دغه راز تر شپږو مياشتو ځنډ وروسته د پاکستان حکومت د چمن - سپين بولدک لاره هم د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ پرانيستله.

دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت دپاکستان ددغو اقداماتو هرکلى کړى او په ډاګه کړې يې ده چې ور سره به سوداګري پياوړې شي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د وږي په٢مه، پژواک اژانس ته وويل چې پر ډيورنډ فرضي کرښې د غلام خان بندر رسمي د سوداګرۍ لپاره پرانيستل شوى دى.

هغه زياته کړه چې ددې بندر پرانيستلو سره نه يواځې د دواړو هېوادونو، بلکې ددواړو غاړو سيمو اوسېدونکو د اقتصادي وضعيت پياوړتيا کې مهم رول لوبوي.

ګران هېواد دغه راز وويل چې پاکستان پرون د سپين بولدک - چمن لاره هم پرانيستله چې په تېرو دوو ورځو کې سل زره کسان او سلګونه سوداګريز موټر دواړو غاړو ته تللي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند زياته کړه چې د افغانستان يو پلاوى ايران ته رسېدلى، څو په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د برېښنايي تذکرو او پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړي. 

login or register a new account.