Language

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٦ کسان پر کرونا اخته او دوه مړه شوي

کابل (پژواک، ٢ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٩٩٩ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې دي چې د وږي په دويمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٨١ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٤٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٣٧٩٩٩ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٥ په هرات، ١١ په بلخ، پنځه په فراه درې-درې په بادغيس، تخار او کندوز، دوه-دوه په ميدان وردگ، بدخشان او باميان کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٢١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٢٨٢١١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا له امله مړ شوي چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٨٧ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې ديوې سروې له مخې،په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.