Language

غزني کې د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي

غزني ښار (پژواک، ٢ وږى ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې ددغه ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د جغتو ولسوالۍ په پيرکي سيمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې ده.

ده وويل: ((د ملکي وګړو سراچه موټر په ځاى پر ځاى شوي ماين برابر شوى چې اووه تنه په کې مړه شوي دي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې درې ښځې، دوه ماشومان او دوه نارينه شامل دي.

د جمعه زاده په وينا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه خلک غزني ښار او يا هم کومې بلې ولسوالۍ ته روان وو.

د يادونې ده چې ډېرى مهال په لويو لارو کې د ځاى پرځاى شويو ماينونو د چاودنو له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.