تالقان (پژواک، ٢ وږى ٩٩): د تخار ولايت اوسېدونکى محمد ولي چې په خپل کلي کې پر (کوچني ډاکتر) مشهور دى، په دې هيله یې د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ چې طب ته بريالى شي او د ناروغو کليوالو درملنه وکړي.
په تخار ولایت کې د سږني کانکور ازموینه د دغه ولایت د یوې لرې پرتې خواجه غار ولسوالۍ یوه داسې ځوان هم ګډون کړی چې د خپلې سیمې خلکو طب لوستنې او طبي مطالعې ته اړ کړی دی.
شل کلن محمد ولي چې د تخار ولایت د کانکور لومړۍ ورځې ازموینه کې یې ګډون کړی و، له ماشومتوبه له طب، درملو او ناروغانو له خدمت سره مینه درلوده او له همدې امله یې په خپل کور کلي کې پر کوچني ډاکټر مشهور شوی دی.
محمد ولي چې په تخار او کندوز ولایتونو کې یې په څو درملتونونو او روغتونونو کې په واړه ځان د درملتون د کارکوونکي او په روغتون کې د نرس په صفت کار کړی، خپل کلي ته د تګ پر مهال هم له ناروغانو سره د لومړنیو طبي مرستو او ساده درملو په ورکړه کې مرسته کوي.
نوموړي پژواک اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د خواجه غار ولسوالۍ په حسام الدین شهید لېسه کې یې د ښوونځي زده کړې په داسې مهال کړې چې نا امنیو او جګړو به ډېر ځله ښوونځي بند کړی و او تر ښوونځي یو ساعت پلی مزل یې د زده کړو بله ستونزه وه.
محمد ولي وايي چې د کرونا او قرنطین له امله يې د کانکور چمتووالي کورسونه نه دي لوستي، خو یوازې د کانکور یوه امتحاني ازموینه یې په لېسه کې ورکړې چې ګټه یې ورته رسولې ده.
هغه وايي چې د کانکور ازموینې ته په تمه و او هره ورځ یې د کانکور ملي ادارې د خبرتیا په تمه د یادې ادارې مطبوعاتي پاڼې کتلې او د ښوونځي له ادارې سره یې اړیکه نیوله چې پر وخت د کانکور له ازموینې خبر شي.
نوموړي زیاته کړه: ((د کانکور په اړه مې وېره درلوده، خو تخار پوهنتون ته د کانکور لپاره د راتګ پر مهال ورسره د پوهنتون او ازموینو پلاوي لارښوونو، ښه چلند او نظم دغه وېره لرې کړه او په ډاډه زړه یې ازموینه ورکړه.))
هغه وايي چې د ازموینې پر مهال یې هم په خواجه غار کې د خپلې سیمې هغه خلک په ذهن کې وو چې له روغتیايي اسانتیاوو محروم دي؛ ځکه یې لومړى انتخاب طب و.
ده وویل: ((له طب سره سخته مینه لرم، د خلکو خدمت خوند راکوي، تل طبي کتابونه او مقالې ګورم او باوري یم چې دا مینه به مې کامیاب کړي او کوچنی ډاکټر به لوی ډاکټر هم شي.))
محمد ولي وویل، د کانکور پر مهال د خپلو داسې ملګرو له غیرحاضرۍ هم خبر شو چې د اقتصادي ستونزو له امله ايران او نورو هېوادونو ته تللي او ازموینه کې نه وو.
دی وايي چې د کانکور ازموینې په دې باوري کړی چې نقل او جعل په کې هېڅ امکان نه لري او پنځوس سلنه تخنیکي او پنځوس نور استعدادي اړخ لري چې زده کوونکي باید ورته ځير وي.
د هغه په وينا، د کانکور د پوښتنو پاڼه خپل منظم او ځانګړی وخت لري چې که چېرې ورته کره پاملرنه وشي، نو ورته ټاکل شوی وخت ډېر مناسب او په معیار سره برابر دی.
د یادونې ده، د کانکور ازموینې پوښتنې څلور ګروپه (ریاضات، طبیعي علوم، دیني او ټولنیز علوم، السنه او جیولوجي برخې لري چې وخت یې په ترتیب سره ۶۵، ۴۰، ۲۹ او ۲۶ دقیقې دی او په پای کې په ترتیب سره د پنځو پوهنځیو انتخاب ته وخت ورکول کېږي.
د محمد ولي پلار محمد میر پژواک ته وویل چې زوی یې له طب سره مینه لري او عملي کار یې هم کړی دی؛ ځکه یې د ځینو پلرونو په څېر مجبور نه کړ چې د کورنۍ په خوښه د لوړو زده کړو څانګه وټاکي.
هغه زیاته کړه: ((محمد ولي مې پر دې باوري کړی چې طب دې د خپلو کلیوالو او ټولو انسانانو د خدمت لپاره ووايي او د پیسو یا تجارت په سترګه دې ورته نه ګوري؛ ځکه چې ګڼ زده کوونکي د لوړو زده کړو انتخاب ته د پیسو له زاویې ګوري.))
د یادونې ده، سږ کال د تخار ولایت په کانکور ازموینه کې شاوخوا اته نیم زره کسانو ګډون کړی و.
د ازموینو ملي ادارې غړي او تخار ته د ازموینې د استول شوي پلاوي مشر پوهندوی دوست محمد فیضي وویل چې د تخار له ازموینې سره په ولایتونو کې د کانکور پړاو راټولېږي او د کابل له ازموینې وروسته به پای ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP