غزني-ښرنه (پژواک، ٢ وږى ٩٩): حکومتي چارواکي وايي چې په غزني کې ١٣ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په پکتيکا کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د وږي په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د قره باغ ولسوالۍ عسکرکوټ او ليوني بازار سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
ده وويل، د طالبانو ياد بريدونه په شا تمبول شوي چې په ترڅ کې يې نهه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
جمعه زاده وايي چې په دغه جګړه کې دوه امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، حکومتي ځواکونو په پکتيکا کې د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
په دغه ولايت کې د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه په برمل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دغې زېرمې څخه د مزايل دوه دستګاوې، يو راکټ انداز، يو شمېر کلاشينکوفونه، لسګونه تومانچې، ١٧ کړۍ ماينونه او نور چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ده زياته کړه چې د يادو وسلو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو ډېرى وسلې د پاکستان ساخت دي.
بل لورته د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP