کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د عامې روغتيا پخوانى وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز او د وزارت څلور مرستيالان د فساد او وظيفوي غفلت له امله لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د افغانستان د بازرس ادارې د اطلاعاتو او اړيکو رييس فيروز بشري د وږي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشرۍ مانۍ د عالي مقام د ٧٦٥ حکم له مخې، د بازرس ادارې ته دنده سپارل شوې وه چې د کرونا ويروس لګښتونه وڅېړي او پلټنه يې وکړي.
هغه زياته کړه، د څېړنو په پايله کې د عامې روغتيا وزارت پخوانى وزير او د دغه وزارت د يوه برحال معين په ګډون څلور معينان د نورو پلټنو لپاره لويې څارنوالۍ ته معرفي شول.
بشري وايي چې پر دغو کسانو له خپلو وظيفوي واکونو د ناسمې استفادې او د کرونا لګښتونو د بېځايه لګولو او فساد تورونه دي.
نوموړي د دغو معينانو نومونه په ډاګه نه کړل، خو يوې بلې باوري سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د عامې روغتيا پخوانى وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز، پخواني مرستيالان ماموسۍ زېور، ډاکتر شفيق شهيم، ډاکتر وحيد مجروح او فدا محمد پيکان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت يوه مرستيال چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې د بازرس ادارې له تېرو څو اوونيو راهيسې په وزارت کې د يادې قضيې په اړه څېړنې او پوښتنې کولې او تورنو کسانو ته يې استعلامونه ورکړي وو.
login or register a new account.