Language

د کابينې د غړو پر سر د غني او عبدالله اختلافات هواري ته نږدې شوي

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٩) : د کابينې د نويو غړو په اړه د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ اختلافات هواري ته نږدې شوي او ډېر ژر به يې حکمونه اعلان شي.

يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، د وږي په ٣مه، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د ارګ او سپيدار ترمنځ د کابينې د غړو په تړاو ناسته شوې وه.

سرچينې زياته کړه، چې ددواړو لوريو ترمنځ تر ډېره بريده ستونزه هواره شوه او ډېر ژر به د عبدالله د ټيم وزيران د ولسمشر غني له خوا اعلان شي.

د ډ اکتر عبدالله د ټيم غړي او د ملي مصالحې شورا وياند فريدون خوځون هم پژواک اژانس ته وويل چې د کابينې د غړو په تړاو ستونزې هوارې شوې دي او لېست يې هم ولسمشر غني سره شريک شوى دى.

هغه زياته کړه چې ډېر ژر به د ولسمشر له خوا د نويو وزيرانو حکمونه اعلان شي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي، حکومت ډېره هڅه کوي چې کابينه ژر تر ژره  وروستۍ شي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د حکومت سياسي متحدين بايد ژر تر ژره خپل فهرست  ولسمشر ته وسپاري.

صديقي وايي، چې نوي وزيران بايد سياسي وزن ، وړتياوې  او خلکو ته د خدمت ژمنتيا ولري  او سياسي متحدين بايد دغه معيارونه په نظر کې ولري.

خو يوې بلې حکومتي سرچينې وويل چې لا هم ددواړو لوريو ترمنځ ځينې ستونزې شته چې نه دي هوارې شوي.

د سرچينې په وينا، پرېکړه شوې وه چې په کابينه کې به څلور ښځينه وزيرانې له دواړو لوريو څخه وي، چې د غني له خوا دوه معرفي شوي او د عبدالله له خوا يوه ښځينه وزيره معرفي کېږي.

يادې حکومتي سرچينې وويل چې د عبدالله پر  ځينو وزيرانو هم د ارګ له خوا اعتراضونه شوي دي.

يادې سرچينې زياته کړه چې کابينه تر اوسه نه ده بشپړه شوې  او لا ناندرۍ پرې روانې دي.

login or register a new account.