غزني ښار (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د غزني ولايت په ده يک ولسوالۍ کې د موټربم بريد له امله نهو امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده د وږي په ٣مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو طالبانو له خوا موټربم بريد شوى دى.
هغه زياته کړه چې د بريد ترڅنګ وسله والو مخالفينو پر نورو پوستو هم بريدونه وکړل چې له سخت مقاومت سره مخ شول.
د والي وياند وايي چې په موټربم بريد کې درې سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د نوموړي په وينا، په جګړه کې وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې نه درلوده.
بلخوا د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت وايي چې تېره شپه د غزني ښار اړوند پر يو شمېر پوستو هم پراخ بريدونه شوي، خو جزئيات يې لا نه دي څرګند شوي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP