کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بلنه اسلام اباد ته تللى دى.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې درې ورځې مخکې پاکستان اعلان وکړ چې پر طالب مشرانو د بنديزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه عملي کوي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د ملا برادر په مشرۍ يو پلاوى پاکستان ته روان شوى دى.
هغه زياته کړې چې ملا عبدالغني برادر به له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر وروستيو پرمختګونو، جرياناتو، په پاکستان کې د افغان کډوالو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ولسي تګ راتګ او سوداګرۍ د اسانتياوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.
د شاهين په وينا، د کرونا ويروس خپرېدو له امله د طالب استازو سفرونه له ځنډ سره مخ شوي وو چې خو په نږدې راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد چودري هم تاييد کړې چې ملا برادر د دوى په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کړى دى.
هغه زياته کړې چې د دغه سفر پر مهال به دواړه لوري د افغان سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو سلا مشورې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ويب پاڼې تېره اوونۍ يوه اعلاميه خپره شوه چې په کې د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر مشرانو هم د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې د بندیزونو پر وضعه کېدلو باندې ټينګار شوی و.
د پاکستان له خوا د وسله والو ډلو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني او د حقاني د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د پرېکړې له مخې، د دغو کسانو پر سفر او وسلې ګرځولو د بندیز سربېره ټوله شتمني هم کنګل کېدای شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ وویل چې په دې اړه يې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه ترلاسه کړې چې په وینا یې وروسته به په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.
د يادونې ده، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي څو مياشتې مخکې هم اسلام اباد ته سفر کړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن