ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې موټربم بريد تر ٤٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بلخ کې موټربم بريد تر ٤٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

author avatar
25 Aug 2020 - 10:20
بلخ کې موټربم بريد تر ٤٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
author avatar
25 Aug 2020 - 10:20

لومړى تعقيب- مزارشريف (پژواک، ٤ وږى ٩٩): د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو پر قطعې موټربم بريد کې تر ٤٠ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د لارۍ موټر په وسيله دغه بريد نن سهار ۸ نیمې بجې د بلخ ولسوالۍ په بازار کې وشو.

هغه زياته کړه چې په بريد کې درې ملکي وګړي وژل شوي او تر ٣٠ ډېر ټپيان شوي دي.

عادل وویل چې د برید په اړه جزئیات وروسته خپروي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې نن سهار د بلخ په ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توکو ډک یوه مازدا موټر ته یوه حیواني کلینیک ته نږدې د خلکو د استوګنې کورونو په منځ کې چاودنه ورکړل شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان دي، خو کېداى شي دا شمېره لوړه شي.

د ملي دفاع وزارت ويلي چې په دغه بريد کې لسګونه کورونه هم ويجاړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په بريد کې د کومانډو ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکي وحید خان پژواک ته وویل چې د چاودنې له امله د سیمې شاوخوا کورونو او ودانیو ښیښې ماتې شوې دي.

د هغه په خبره، چاودنه دومره زوروره وه چې د پېښې له ځایه لرې سیمو کې یې هم غږ اورېدل شوی دی.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.