Language

د لومړي ځل لپاره په تېرو ٢٤ ساعتونو کې لږ کسان پر کرونا اخته شوي

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٩): په تېرو پنځو مياشتو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې تر ټولو لږ کسان (١٦) پر کرونا نارغۍ اخته شوي دي.

د کرونا مثبته لومړنۍ پېښه د تېر کال د کب میاشتې په پنځمه په هرات کې ثبت شوه چې وروسته د هرې ورځې په تېرېدو سره د دې ناروغۍ پېښې ډېرېدې او ان په یوه ورځ کې تر ۷۰۰ کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.

خو د عامې ورغتيا وزارت د وږي په څلورمه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په تېرو ٢٤ کسانو د کرونا ويروس ١٦٩ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ١٦ يې مثبت دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۸۰۷۰ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې اووه په پکتيا، شپږ په کابل او يوه-يوه هم په پنجشير، ننګرهار او کندوز ولايتونو کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٠  کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۸۴۴۰ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا له امله مړ شوى چې له دې سره د کرونا د ټولو قربانیانو شمېر ١٣٩٧ ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي و چې د يوې سروې له مخې په افغانستان کې لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

دوى زياته کړې وه، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي نه کړي، نو امکان لري چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.

login or register a new account.