ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړي ځل په کابل کې د پشه يې ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

په لومړي ځل په کابل کې د پشه يې ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه

author avatar
25 Aug 2020 - 11:42
په لومړي ځل په کابل کې د پشه يې ژبې ملي ورځ ونمانځل شوه
author avatar
25 Aug 2020 - 11:42

کابل (پژواک، ٤ وږى ٩٩): د ولسمشر اشرف غني له حکم او منظورۍ وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې د پشه يي ژبې ملي ورځ ونمانځل  شوه او په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازى حاجي حضرت علي د دغه قوم عمومي مشر وټاکل شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم د منظورۍ پر اساس د جوزا ۲۵مه د پشه یي ژبې ورځ نومول شوې او په رسمي ډول به په کليزه کې درج شي.

ياد مراسم چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت په تالار کې نیول شوي وو، د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر عمومي رييس محمد شاکر کارګر، د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزير طاهر زهير، د قومونو قبايلو چارو وزارت مرستيال ډاکتر فريدون بارکزي، د ولسي جرګې یو شمېر غړو، فرهنګي شخصیتونو، ټولنیز فعالانو، د پشه يي قوم غړو ګډون کړی و.

د غونډې په سر کې په ولسي جرګه کې د پشه يي قوم استازي حضرت علي وویل چې په دې برخه کې د ولسمشر هڅې او د ياد قوم غوښتنې ته مثبت ځواب ويل يې په ستايلو او قدرداني ارزي.

هغه زياته کړه، د تاريخ په اوږدو کې د پشه يانو قوم د هېواد لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، خو تر اوسه اړينه پاملرنه ورته نه وه شوې.

حضرت علي له حکومته وغوښتل چې پشه يي قوم ته نوره هم پاملرنه وکړي او کدرونو ته يې په دولتي ادارو کې ځاى ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر طاهر زهير، د قومونوـ قبایلو چارو وزیر مرستیال ډاکتر فریدون بارکزي د افغانستان وګړو، په ځانګړې توګه د دغه پروګرام مخې ته وړونکو ته د دې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ د ټولو بومي ژبو په تېره د پشه یي ژبې او مختلفو قومونو د کلتور د پراختیا او ودې لپاره خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر عمومي رييس محمد شاکر کارګر وويل چې د هېواد مروجې ژبې او د مختلفو قومونو فرهنګي پراختيا او وده د ولسمشر په فرهنګي پاليسۍ کې لومړيتوب لري.

همدا شان نوموړي ډاډ ورکړ چې حکومت به د پشه یي سربېره د افغانستان ټولو مروجو ژبو د پراختیا لپاره ټول لازم امکانات په لاره واچوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.