پلخمري (پژواک، ٥ وږى ٩٩): د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې پر يوې مدرسې د هوايي بريد له امله پنځه کسان وژل شوي، خو حکومتي مسوولين بيا وايي چې دغه بريد د طالبانو پر يوه مرکز ترسره شوى دى.
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ يو ځايي ارباب د نوم اخيستو په شرط د وږي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د بېکزاد په سيمه کې پر يوې مدرسې هوايي بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د مدرسې پنځه زده کوونکي وژل شوي او څو تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: ((د کندوز-پلخمري پر عمومي سړک جګړه وه، وروسته امنيتي ځواکونو د طالبانو د پر شا تمبولو لپاره پر ځينو سيمو هوايي بريدونه وکړل چې دغه مدرسه هم په کې بمبار شوه.))
دى وايي چې تېره شپه طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند د حزب اسلامي ځواکونو ډېرې سيمې هم تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.
خو د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي جمال پژواک ته وويل چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د طالبانو د نظامي قوماندان قاري موسى پر نظامي مرکز بريد شوى دى.
هغه زياته کړه: ((بريد پر ديني مدرسې نه دى شوى دا هسې شايعات دي، امنيتي ځواکونو د طالبانو نظامي مرکز ويشتلى چې مرګ ژوبله هم لري.))
بل لورته طالبان هم دغه بريد تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې حکومتي ځواکونو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د قاري خدايداد پر مدرسې هوايي بريد کړى دى.
مجاهد زياتوي چې په دغه بريد کې لس د قرانکريم حافظان وژل شوي او مدرسه هم زيانمنه شوې ده.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP