کابل (پژواک، ٥ وږى ٩٩): د اسيا زړه- استانبول بهير د لوړپوړو چارواکو غونډې د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ د بين الافغاني مذاکراتو پر ژر پيلېدو ټينګار وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت وياند ګران هېواد د وږي په ٥مه پژواک اژانس ته وويل چې د اسيا زړه- استانبول بهير د لوړپوړو چارواکو غونډه پرون د تاجکستان په کوربه توب ترسره شوه.
هغه زياته کړه چې د افغانستان له لوري د بهرنيو وزارت مرستيال وزير ميرويس ناب او خسرو نظري ګډون درلود، دغه راز د دغه بهیر د ملاتړ کوونکو او غړو هېوادونو او سیمه ييزو او نړیوالو سازمانونو استازو د ويډيو کنفرانس له لارې ګډون کړی و.
نوموړى وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال، ګډون والو د استانبول بهیر له ملاتړ کوونکو هېوادونو او غړو سازمانونو د مننې کولو ترڅنګ له کوویډ- ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب په لار کې د دې پروسې د غړو هېوادونو ګډه همکاري او همغږي اړینه وبلله.
هغه د افغانستان د سولې بهیر په تړاو د مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته په اشارې سره، د بندیانو ازادولو او بشردوستانه اوربند، د اسیا زړه- استانبول پروسې د غړو هېوادونو او له دغه بهیره د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر اړتیا او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر پیل ټینګار وکړ.
وروسته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم له کوویډ- ۱۹ ویروس سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې بهیر د بریالیتوب په لاره کې د دې پروسې د ملاتړ کوونکو او غړو هېوادونو او سازمانونو د رول او ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سولې له بهیره او له کوویډ- ۱۹ ویروس سره د مبارزې په لاره کې یې د دې پروسې د ملاتړ کوونکو هېوادونو ملاتړ اړین او حیاتي وباله.
هېواد وايي، د دې ويډيويي غونډې په ترڅ کې برخه والو د دې پروسې د اعتماد جوړونې د اووه ګونو تدابیرو په اړه هم ویناوې وکړې او د مېرمنو ظرفیتونو لوړولو او د اعتماد جوړونې تدبیر د ارزښت پر سر چې تر اوسه پورې وروستی شوی نه دی، ټینګار وکړ.
د هغه په وينا، د غونډې په دوام، د اسیا زړه- استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې ناستې د اجنډا په تړاو، د سیمې او نړۍ هېوادونو د ملاتړ، په ځانګړې توګه د افغانانو په مشرۍ او رهبرۍ د سولې خبرو له پیله د دې پروسې د ملاتړ کوونکو هېوادونو او غړو سازمانونو او د سولې له بهیره د ملاتړ لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د لا ډېرې پیاوړتیا پر ارزښت خبرې وکړې او خپل نظرونه یې سره شریک کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP