کابل(پژواک، ۵ وږی ۹۹): د پاکستان لومړی وزير وايي چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو په پاکستان کې د سولې او ټيکاو او د سيمه ييزو ګډو ګټورو همکاريو د پيل په معنا ده.
دغه څرګندونې د پاکسان لومړي وزير عمران خان د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره نن له غرمې مخکې د ټيېلفو په وسيله وکړې.
د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې د سولې له هڅو د ملاتړ تر څنګ هيله مندي وښوده چې ډېر ژر دې بين الافغاني مذاکرات پيل شي او په افغانستان کې دې د سولې او ثبات په ټينګېدو سره روان ناورين پای ته ورسېږي.
د پاکستان لومړي وزير د خپلو خبرو په دوام په ټينګار سره وويل چې په افغانستان کې سوله او ټيکاو په پاکستان کې د سولې او ټيکاو او د سيمه ييزو ګډو ګټورو همکاريو د پيل په معنا ده.
نوموړي د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله ته په رسمي ډول بلنه ورکړه چې پاکستان ته سفر وکړي.
وروسته ډاکټر عبدالله په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو د ملاتړ په موخه د پاکستان له لومړي وزيرڅخه مننه وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په موخه يو استثنايي فرصت رامنځته شوى او اړينه ده چې له ياد فرصت څخه سولې ته د رسېدو لپاره اړينه ګټه واخيستل شي.
هغه، سولې ته د رسېدو په موخه د سميه ييزې اجماع او د پاکستان مرسته مهمه وبلله او ژمنه يې وکړه چې ډېر ژر به د بين الافغاني مذاکرتو تر پيل وروسته پاکستان ته سفر وکړي.
دغه راز، دواړو لوريو ټينګار وکړ چې د تاوتريخوالي کموالی کولای شي د دواړو لوريو ترمنځ د مذاکراتو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
login or register a new account.